د انګلستان په پلازمینه لندن کې د«ډیورنډلاین» د۱۱۹تورتلین دغندنې د ناستې اود نړیوال کنفرانس اوسیمینار راپــور
ډیورنډلاین ډیورنډلاین

Report of Condemnation Meeting of 119th years of the «Durand Line» and international conference and Academic Seminar 

--------------------------------------------------------------------------------------------------------------

د انگلستان په پلازمینه لندن کې زمونږ ځانګړی استازي د  «ډیورنډلاین» د ۱۱۹ تورتلین د غندنې د نړیوال کنفرانس اوعلمي سیمینار د جوړې شوې ناستې، په هکله خبر راکوي.

نن د یکشنبې  ورځ د ۱۳۹۱ هــ ش کال د لړم په ۲۱ نیټه چې د  ۲۰۱۲ زیږدیـز کال  دنوامبر د ۱۱ نیټې سره برابره  ده ، د انګلستان په پلازمینه لندن کې د یو شمیر مخکښو افغانانو په نوښت او همت  یو ستر، نړیوال کنفرانس او علمي سیمیناررابلل شوې او دایر شو.

دادې د۲۰۱۲ زیږدیز کال د نوامبر د ۱۲ نیټه څخه  د «ډیورنډلاین» د تخیلي او تحمیلي کرښې څخه چې  د افغان ملت يې په ناروا توګه په  دوه برخو ویشلی، ۱۱۹ کاله تیریږي.

په لندن کې په دې مناسبت غونډه چې د سهار په یوولسم نیمو بجو پیل او د ماښام تر شپږو بجو پورې يي ادامه درلوده، دوه برخې لري.

لمړۍ برخه:

په دې برخې کې مخکښو پوهانو، ملې او وطنپالو شخصیتونو او د سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو او بنسټونو استازو او ددې ملي داعیی یو شمیر مخکښانو خبرې وکړې.

د ګډون کوونکو په ویناوو کې تأکید وشو چې «ډیورنډلاین» هغه وخت د یو فاصل خط په توګه (ډیمارکیشن لاین) په موقته توګه فاصله خط وه چې د هغه وخت د افغان امیر عبدالرحمن خان او د برتانوي هند د خارجه چارو وزیر سر مارتیمر ډیورنډ ترمنځ تفاهم شوی او په ډیرو موارد کې روښانه نه وه. دا خط په واقعیت کې یوه هڅه وه چې دداوړو هیوادو ترمینځ د نفوذ ساحې تریوه حده روښانه کړي.

ګډون کوونکو تأکید وکړ چې د «ډیورنډلاین» ختیځه غاړه د تاریخ په اوږدو کې هیڅ کله ،حتی د برتانوي استعمار په مهال هم ، دبرتانوي هند خاوره نه وه ګڼل شوې .

برخه والو تأکید وکړ چې په دې پړاو کې که حکومتونو خپلو امکاناتو او شرایطو ته په کتو لازم او مقتضي تدابیر نیسي او اقدامات کوي خو ملت د «ډیورنډلاین» نه منلی او نه به يې ومني. افغان ملت به داملي داعیه تل ژوندی ساتي او په دې پړاو کې تنویري او توضیحي عام او وسیع کار، حتمي او ضروري ګڼي.

تأکید وشو چې دا یو ملي داعیه ده او په ټاکلي قوم، محل، معین شخص، سیاسي ګوند اوسازمان پورې منحصره نه ده او نشي پاتې کیدلای.

داعیه د  لر او برو افغانانو یو ملي مطالبه او غوښتنه ده چې په تاریخی، علمی، حقوقي او نړیوالو اصولو ولاړه ده. 

د ددې غندنغونډې په پای کې دیارلس فقریزه پریکړه لیک فیصله او د هغه دتطبیق لپاره ممکن تدابیر ونیول شول.

د ناستې په دوېیمه برخه کې د لراوبر افغانانو یو شمیر مخکښو استازو د سیمینار په توګه، ددې ملي داعیی تاریخي، ملي، علمی، او حقوقي اړخونه بیان او د حاضرینو پوښتنو ته يي په اکادمیکه او علمی فضا کې په پوره حوصله مندې توضیحات و ځوابونه وویل.


November 13th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها